د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس:
د سولې خبرو اترو د ځای ټاکل نه باید د سولې خبرو اترو خنډ شي
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لومړیتوب دا دی، چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو په هېواد کې دننه ترسره شي، ولې وروستۍ پرېکړه د دواړه خواوو په هوکړې پورې تړلې ده او د خبرو اترو د ځای ټاکل نه باید د مذاکراتو پر وړاندې خنډ شي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس نن چهارشنبه د ( لیندۍ ۲۶ نېټه) په کابل کې د سولې ملي سکرتریت د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د سولې په خبرو کې دمه د دواړه خواوو په هوکړه شوې او تمه کیږي، چې په ټاکلې نېټه به بیرته خبرې پیل شي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له مرکچي پلاوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، مرکچي پلاوی ټولشموله دی او دوي د افغانانو هیلو ته ژمنتیا ثابته کړه.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس له قطر هېواد او نورو نړیوالو شریکانو څخه هم مننه وکړه، چې تلپاتې او با عزته سوله د افغانستان راتلونکی تضمینوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، افغانان د اوربند تمه لري او د جګړې له دوام څخه ستړي شوي او زیاته یې کړه، د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو ترڅنګ د جګړې د فربانیانو حقونه هم په پام کې نیول کیږي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس د سولې ملي سکرتریت له پرانیستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، د سولې په برخه کې له هرې هڅې ملاتړ کوي.
د سولې ملي سکرتریت د یو شمېر مدني ټولنو له خوا جوړ شوی او موخه یې د سولې په خبرو کې د افغانانو اندېښنو او نظرونو ته انعکاس ور کول دي.
د سولې ملي سکرتریت غړو د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو خوندیتوب ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د سولې په برخه کې باید ملي او نړیوالې ټولنې رغنده رول ولري او د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو غږ پکې واورېدل شي.
--------------------------
رییس شورای عالی مصالحه ملی:
محل برگزاری مذاکرات نباید مانع ادامهی گفتوگوهای صلح شود
دوکتور عبدالله عبدالله رییس شورای عالی مصالحهی ملی میگوید: ترجیح دولت افغانستان این است که دور بعدی مذاکرات در داخل کشور برگزار شود، اما تصمیم نهایی به توافق دو طرف بر میگردد و محل برگزاری مذاکرات نباید مانع گفتوگوهای صلح شود.
رییس شورای عالی مصالحهی ملی که امروز (چهارشنبه 26 قوس) در برنامه گشایش سکرتریت ملی صلح، در کابل سخن میگفت افزود: وقفه در مذاکرات صلح با توافق دو طرف صورت گرفته است و انتظار میرود که ادامهی مذاکرات در تاریخ معیین آن دنبال شود.
دوکتور عبدالله عبدالله رییس شورای عالی مصالحه ملی، از هیأت مذاکرهکنندهی افغانستان قدردانی نموده و افزود که تیم مذاکراتی افغانستان همه شمول است و آنان تعهد خود را نسبت به خواست جمعی مردم افغانستان ثابت کردند.
رییس شورای عالی مصالحه ملی از کشور قطر و دیگر همکاران بینالمللی افغانستان، بهخاطر حمایت از پروسهی صلح سپاسگزاری نمود و افزود که صلح باعزت و عادلانه، ثبات و آینده بهتر افغانستان را ضمانت میکند.
دوکتور عبدالله عبدالله با اشاره به حملات اخیر در نقاط مختلف کشور گفت که مردم افغانستان توقع آتش بس دارند و از ادامه جنگ خستهاند. وی افزود که در روند گفتوگوهای صلح در کنار حفظ دستاوردهای بیست سال گذشته، حقوق قربانیان جنگ نیز در نظر گرفته خواهد شد.
رییس شورای عالی مصالحه ملی از گشایش سکرتریت ملی صلح استقبال نمود و افزود که از تمامی تلاشها در راستای صلح حمایت میکند.
سکرتریت ملی صلح از سوی شماری از نهادهای مدنی در کشور تأسیس گردیده و هدف آن بازتاب توقعات، نگرانیها و پیشنهادهای مردم کشور در امور صلح عنوان شده است.
اعضای سکرتریت ملی صلح با اشاره به حفظ دستاوردهای دو دههی گذشته، تأکید کردند که نهادهای ملی و بینالمللی در امور صلح افغانستان، نقش آگاهانه داشته باشند و صدای اقشار مختلف کشور شنیده شود.