زورور، خو يرغمل ولس؛
په ازره کې خلکو د طالبانو له ډاره د داعش بېخ ايستلی
له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ازره کې دېره ولسونو تړون کړی که د هر چا د کورنۍ غړی له داعشي اورپکو سره يو ځای شو، نو کور به يې ورسوځول کېږي او له يادې ولسوالۍ څخه به تبعيدېږي.
هاخوا بيا له دې تړون سره سم طالب اورپکو خلکو ته ډاډ ورکړی چې دوی به ورته ستونزې نه جوړوي او له عشر به يې معاف کوي.
د ازرې ولسوال وايي، هرکال قاچاقبر له دې ولسوالۍ څخه د نشهيي توکو د قاچاق د خوندي تېرولو په هدف په پېښور کې طالب مشرانو ته پيسې ورکوي چې بړېڅي يې د دوی د قاچاق مخه و نه نيسي، په روان ژمي کې يې ۲۰۰ لکه کلدارې ورکړې دي.
د ازرې ولسوالۍ چرس د هېواد په کچه شهرت لري، د دغې ولسوالۍ پر درېيمه برخه ځمکه چرس کرل کېږي چې په تېر مني کې طالبانو له دې درکه ۱۰۰ لکه کلدارې عشر ټول کړی دی.
ځايي سرچينې وايي، په ازره کې طالب اورپکو قومي مشران هڅولي چې د يوه تړون له مخې خلک له داعش ډلې سره له يو ځای کېدو راوګرځوي. دوی وايي، طالبانو خلکو ته ويلي چې که په دې کار کې بريالي شي، نو له عشره به يې معاف کړي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي عدالت عبدالرحيم زي سرخط ورځپاڼې ته وويل، دا پرېکړه ولسونو کړې، خو يوازې يې د داعش پر خلاف کړې ده، که څوک له داعش سره يو ځای شي، نو کورونه به يې وروسوځوي او له ولسوالۍ به يې تبعيد کړي.
ښاغلی عبدالرحيمزی وايي، د لوګر په نورو سيمو او ولسواليو کې داسې کوم تړون نه دی شوی، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې په لوګر کې حالت ښه شوی او ازره ولسوالي ټوله د حکومت په ولکه کې ده.
ازره يوه سټراټيژيکه ولسوالي ده، که امن شي، نو د لوګر ترڅنګ د کابل او ځينو نورو ولايتونو او ولسواليو امنيت هم ورسره خوندي کېږي.
دغه ولسوالي ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده. ازره د کابل له خاکجبار، سروبي او د ننګرهار له حصارک سره هم سرحد لري او تر ډېره دغو سيمو ته ترې ګواښونه راولاړېږي.
که څه هم ياده ولسوالي ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، خو سرحدي پوليس نه لري، نو ځکه خو له وختونو د نشهيي توکو د قاچاق او ورانکاريو غوره مرکز ګرځېدلی دی.
ځايي قومي مشران وايي، په دې ولسوالۍ کې پر پراخه ځمکه چرس کرل کېږي چې دا نشهيي توکی يې د هېواد په کچه شهرت لري.
د ازرې ولسوال حميدالله حميد سرخط ته وويل، د دې ولسوالۍ پر درېيمه برخه چرس کرل کېږي او طالبان هم له دې درکه زيات عوايد د عشر په ډول تر لاسه کوي.
"يوازې په تېر مني کې يې ۱۰۰ لکه پاکستانۍ کلدارې عشر ټول کړی دی، دوی چې کله دا پيسې تر لاسه کړي، ځانونه مخامخ پاکستان ته رسوي."
د ښاغلي حميد په خبره، دا ولسوالي يوازې د نشهيي توکو د کښت لپاره نه ده مساعده، بلکې پر دې لاره د هېواد سوېلي ولايتونو ته د نشهيي توکو پراخ قاچاق کېږي.
"قاچاقبر د طالبانو مشرانو ته پيسې ورکوي چې بړېځي يې د دوی د قاچاق مخه و نه نيسي. په روان ژمي کې يې ۲۰۰ لکه پاکستانۍ کلدارۍ ورکړې وې او تر اوسه پورې دوی هره ورځ په خوندي ډول له دې ولسوالۍ څخه خپل نشهيي توکي تېروي. دوی هره ورځ په منځنۍ کچه تر شپږو پيکاپ موټرو پورې نشهيي توکي له ننګرهار، لغمان، نورستان او نور سيمو څخه له دې لارې سوېل ته وباسي."
دی وايي، څلورو قومونو ځکه د داعش ډلې سره د يو ځای کېدو پر ضد تړون وکړ چې په دې وروستيو کې ازرې ولسوالۍ ته په ورڅېرمه ځينو سيمو کې د داعش د فعاليتونو او جلب او جذب څرکونه مالوم شوي وو.
ځايي حکومتي مسوولين وايي، د ازرې لويه برخه د طالب اورپکو په ولکه کې ده، يوازې په ۱۵ کيلو مټره ساحه کې د حکومت واک چلېږي.
دوی وايي، په هغو سيمو کې هم چرس کرل کېږي چې حکومت ورباندې واک لري، خو ځکه يې حکومت مخه نه نيسي چې دوی ورته بديل نه لري او که له زوره کار واخلي، خلک ور سره واټن نيسي او په تاوتريخوالي لاس پورې کوي.