اکادميسن سليمان لايق زما له نظره !
د مرحوم لايق له مرګه وروسته مى په فيسبوک د هغه په هکله ډيرې منفي او مثبتې مقالې ولوستې ـ
يو لړ ځوانانو د احتمالي اسلامي تفکر او عقايدو پر بنسټ په مرحوم حمله کړې وه او دوهم ګروپ د نوموړي سياسي مبارزه برحقه بللې او هغه يې د ديموکراتيکو هڅو سرتاج بللى ـ
په واقيعت کښى دواړو اړخونو په خپلو نظرياتو کښى زياتى کړى او د مرحوم د افکارو اصلي انځور يې چى د شعر او نثر په ژبه دى ، له پامه غورزولى ـ
د حزب ديموکراتيک خلق افکار :
دا افکار د لايق په ژوند کښى هغه وخت پيدا شول ، چى د ده لخوا په اسلامي مدرسه کښى برحقه او په اسلامي چوکاټ کښى وړاندى شوي ريفورمونه د وخت د غضبناک صدراعظم محمد هاشم خان لخوا په جسمي تشدد او شکنجو ځواب شول ـ
لايق هغه وخت د پغمان د شريعه علومو د مدرسې ترټولو پياوړى او ممتاز طالب وو ـ په اسلامي مدرسه کښى غير اسلامي دودونه ، لکه د شاګردانو د حقوقو غلا ، په شخصي اباديو کښى د شاګردانو فزيکي استعمال او په تهديد د مدير لخوا په بعضو شاګردانو جنسي تيرى هغه عوامل ول ، چى لايق يې د مدرسې د شاګردانو انسجام ، مظاهرو او غذايي اعتصاب ته مجبور کړ ـ
لايق په دى اعتصاب او مظاهرو د مدرسې د مدير او شخصأ د محمد هاشم خان دښمني خپله کړه او د ټولو ملګرو سره لمړى زندان ته واچول شو ، فزيکي شکنجه شو او وروسته له څه موده بند څخه له مدرسې هم اخراج شو ـ
د ښاغلي لايق پلار او ټوله کورنۍ متدين او په اسلام مٸين خلک ول ، پلار يې د انګليسي استعمار ضد مجاهدينو او مبارزينو له جملې څخه وو ، تقريبأ يو کال د دى حادثې څخه وروسته يې وکړاى شول ، چى خپل زوى بيرته په مدرسه کښى داخل کړي او تر اتمامه يې وڅاري ـ
لايق اسلامي مدرسه په اعلى درجه ختم کړه ، خو د حق غوښتنې د شکنجې ټپونه يې ډير وخت په زړه پاتى شول ـ
لايق د خپل ريفورميست او اصلاحي تفکر څخه تير نشو ، د ادبياتو له لسانس وروسته يې ماستري وکړه ، په مطبوعاتو کښى يې کار پيدا کړ او د يو داسې نظام په تمه کښيناستو ، چى په هغې کښى د ده د اصلاحاتو لپاره زړه او درک وي ـ
لايق په څلويښتمو هجري کلنو کښى په خپلو فرهنګې او ادبي ليکنو د علمي او ادبي ولس ترمنځ ځاى ونيوو او د ډيرو اصلاحي او مترقي فکر لرونکو کسانو سره يې اړيکې پيدا کړې ـ
د ويښ ځلميانو پاتو کړيو سره يې هم ناسته پيدا کړه او د مختلفو انقلابي عقايدو سره آشنا شو ـ
کله چى په 1343 او 1344 ,هجري کښى د خلق ، افغان ملت او وروسته د نيازي په مشرۍ اسلامي جميعت ګوندونه رامنځته شول ، لايق د ټولو څخه بلنه ترلاسه کړه ، خو د لايق د مجزا فکر پر بنسټ نوموړي په دى هکله تصميم نشو نيولاى ـ
په خلقيانو پرچميانو کښى د لايق د لمړيو افکارو سره د افاناسيف فلسفه جوړه نه وه او په اخواني ګوندونو کښى يې د مصري قطبيانو فلسفه ورته بيګانه وه ـ
لايق په اسلام او بهرنيو فلسفو کښى دومره حاکم وو ، چى هرچا په آسانۍ خپل مکتب ته نشو جذبولى ـ
که غلط شوى نه ووم ، له ډير فکر وروسته يې په ١٣٤٧ كال د خپل اغشي ميراکبر خيبر سره پرچم ته په داخيليدو هوکړه وکړه ـ
ولٸ پرچم ؟ د دى پوښتنې په ځواب لا تر ننه د لايق نيږدې ملګري نه پوهيږي ، ځکه هغه کسان چى نوموړى له نيږدې پيژني ، په دى آګاه دي چى لايق د روسانو سره د ښو او نيکو اړيکو غوښتونکى وو ، له شوروي څخه يې علمي ماستري درلوده ،خو غلامي او د روس کمونيستي فلسفه يې د بعضو ليډرانو په څير په زړه نه کشيناسته ـ
لايق په خپل ادبي او فرهنګي ژوند کښى تر پايه کاميابه پاتى شو ، حماسي او انقلابي شعرونه او ښکلي نثرونه يې وليکل ، د روس د اشغال او د پرچميانو د واکمنۍ په وخت د قومونو او سرحداتو وزير هم پاتى شو ـ
د سليمان لايق سياسي ژوند ټول لس کاله وو ، خو علمي ، ادبي او فرهنګي اثار او اشعار به يې د پښتو او دري ژبو د ادبياتو د بهير ټول عمري برخه وي ـ
زه چى په سياسي ډګر کښى د هيڅ ګوند غړيتوب نلرم ، د پرچميانو څخه دا هيله کووم ، لايق يوازى د خپلو کمونيستي افکارو برخه ونګرزوي او نه يې داسې ملاتړ وکړي ، کوم چى لايق په روس پرسته او لينن پرسته شخصيت واړوي، ځکه لايق د ډيرو ادبي مکاتبو پشان ځانته يو ادبي او فرهنګي مکتب دى ـ فرهنګ او ادب په سياستونو پورې تړل ناسم دود دى او يو ليکوال په لوى لاس د ټولنې د حمايت څخه بى برخې کوي ـ
او هغه کسان چى د اسلامي افکارو په نوم د سليمان لايق ضد تبليغات او بى احترامي کوي په دى بايد پوه شي ، چى غير آګاهانه د غير حقيقي او غير اسلامي لارې پيرو دي ـ
په اسلام کښى حقوق 3 قسمه دي !
١- حق الله ٢- حق الناس ٣ - حق النفس
حق الله هغه حقوق دي چى د الله لخوا په بندګانو مکلف شوي ، لکه لمونځ ، روژه --------
هغه جرايم چى په دى دنيا ورته سزا په اسلامي قوانينو کښى د حدود اسلامي په شکل بيان شوى او مجازات يې په حق الله مطلق شي لاندى دي ـ
زنا ، لواط ، مساحقه ( د ښځو سولول ) ، قذف ، ارتداد ، شرب خمر ، غلا ، قطع طريق
يوازى د دى ګناهو د اثبات په صورت کښى ، هغه هم چى سپيڅلي شاهدان شهادت پرى ورکړي ، حد روا دى ـ
دلته هم هغه مسأيل چى حق الله او حق الناس په کښى شريک دي ، لکه قصاص او غلا ، که چيرې د متضرر لخوا وبخښل شي د حد د تطبيق وړ نه وي ـ
پرته له دى د واجبو احکامو نه رعايت ، عبادات پريښودل ، معاملې، سياست او حتى بعضې حرام چى هر مسلمان يې په ژوند کښى مرتکب کيداى شي ، د ګناه مسٶليت يې د قيامت په ورځ د الله (ج) په مقابل کښى دى ، نه د دى نړۍ د انسانانو پر وړاندى ـ
د اسلامي لوړ منطق يو دليل دادى ، چى معاملګر ، ناوړه سياستګر ، عبادت ترکونکى او ------ کيداى شي د ژوند د اخيري سلګۍ څخه مخکى توبه وکړي او د خداى په دربار کښى يې توبه منظوره شي ـ
اعتقادات وايي ، حق الناس د حق الله څخه مهم دي او د قيامت په ورځ به د حق الناس محاسبه د حق الله نه هم دقيقه کيږي ـ
پاک خداى خپل حق دربخښلى شي ، خو د بنده حق يوازې د حق د صاحبب کار دى ـ
سليمان لايق د کمونستانو له سقوط وروسته کلونه کلونه په پلازمينه کابل کښى تير کړل ، هيڅوک پيدا نشو چى په سليمان لايق عارض شي او د روس د اشغال او قدرت په وخت يې د حق الناس په عدم رعايت تورن کړي ـ
اوس ولٸ له مرګ وروسته يې دا غږ اوريدل کيږي ؟
زه د خپلې تجربې دومره ويلى شم ، چى د ده د قدرت په وخت يوځل د څه کار لپاره د پلانګذارۍ وزارت يو دفتر ته لاړم ، مربوطه ماموره چى يوه اغلى وه ، له حاضرۍ شل دقيقې وروسته ستړې ستومانه خپل دفتر ته راغله ـ لمړى يې له مدير څخه چى د پنجشير ولايت وو ، معذرت وغوښتو او بيا يې زما څخه د شلو دقيقو انتظار لپاره دوه ځلې معذرت خواهي وکړه ـ کار يې راخلاص کړ او په ډيرې خوش اخلاقۍ يې راسره خداى پاماني وکړه ـ په دهليز کښى مى د يو بابا څخه وپوښتل ، دا ميرمن څوک ده ؟ هغه ويل ، دا د قومونو او سرحداتو د وزير سليمان لايق لور ده !
تر اوسه ما د چا څخه نه دي اوريدلي ، چى د سليمان لايق زوى ، لور او يا ورور دى کله هم د خلکو حقوق ( حق الناس ) د پښو لاندى کړي وي ـ
که زمونږ فيسبوکي ليکوالان اوس لايق د سياسي عقيدې پر بنسټ محاکمه کوي ، نو دا خو ښکاره د الهي احکامو او د قيامت د قضا سره مخالفت دى ـ
د لايق په سياسي تړون او عقايدو د انتقاد حق ټول لري ، خو د هغه ادبي او علمي شخصيت ته توهين د افغانستان ټولو فرهنګيانو او فرهنګي بهير ته توهين دى ـ
دوست دارم اين وطن را !!!