د زابل والي بسم الله افغانمل ، ښاروال کريم الله حکيمي او نورو چارواکو د ښارپاکولو حشر تر سره کړ.
حزب اسلامی.. ستونزمن ماموریت
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=67197
د افغـان سیکانو او هـیندوانو کـرغـیـړن ژونـد اود بادشاه خان انسان دوستي
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=67196#ixzz4LC9PpYDd
دکندهارد عینو مېني په ښآرګوټي کي دکتابتون او میوزیم ډیزاین چي اوس یې کار پر تفصیلي نقشو، نلدوانۍ او ساختمان باندی شروع دئ .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ددې و دانیو له پاره د لس جربیه مځکي اسناد څه موده مخکي دافکونړۍ والي کمپنۍ څخه ترلاسه کړه .
ددې ودانیو له پاره په پرله پسې هڅو دوزارت په پرمختايې بودیجه کي ۵ سوه زره امریکايي ډالر ځانګړي سوي دي چي دقانوني مراحلو ورسته بې کار عملآ شروع سي
سیاسي ډار او سوله
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=67171#ixzz4KlTMhwtn
د پـښتـون- ضـد احصایـو څـڼـډې (اوله برخه )
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=67133#ixzz4KIPol3FY
Benawa.Com shared Haroon Hakimi's post.
اطمینانیه او د دُعا هیله،
د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر جلالتماب عبدالباري جهاني چي د اوږدې مودې ناروغۍ د درملني په موخه د امریکا متحده ایالتونو ته سفرکړی، د... تېري جون میاشتي پر اوولسمه او اته ویشتمه یې عملیات په بري سره بشپړ سوي، دامهال یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ او ورځ تربلي مخ پر ښه کېدو دئ.
تمه کېږي چي په نږدې راتلونکو ورځو کي به بیرته هیواد ته راستون سي.
ستاسو د دُعاګانو په هیله.
سرچینه: غرزی خواخوږی په پېښور کي جنرل قونسل ټاکل شوی.
د چارو د ادارې څخه د نوم نه خپرولو په شرط یوې سرچینې بېنوا ویبپاڼي ته ویلي چي په پېښور کي د جنرل قونسل په توګه د غرزي خواخوږي پر ټاکنه توافق سوی چي د وارسا کنفرانس څخه د اولسمشر د راتلو سره سم به یې حکم لاسلیک سي.
ښاغلی خواخوږی په حکومت او نړیوالو موسساتو کي د لوړو موقفونو کاري تجربه لري، سیاستوال او لیکوال دی.
...په پېښور کي د خواخوږي د ټاکلو تصمیم وروسته له هغه نیول کېږي، چي ویل کېږي تازه ټاکل سوي قونسل وحیدالله پویان ناندرۍ راپارولي.
د پویان د ډيپلوماټيکي تجربې کمښت په پېښور کي یو ځل د قونسلګرۍ د بندېدلو، کاري کمزورۍ، اداري اختلافاتو او په پراخه کچه مالي فساد رامنځ ته کېدلو عوامل ددې سبب سوي چي په اسلا آباد کي افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال یې هم ارګ ته شکایت وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اداري معینیت یوه کارکوونکي د وحیدالله پویان د اداري فساد د څېړلو خبره وکړه، د سرچینې په خبره دوسیه به یې لویي څارنوالۍ ته واستول سي.
تمه کېږي چي د ښاغلي خواخوږي په ټاکنه به په پېښور کي سیاسي استازولي منظمه او هلته مېشتو افغان کډوالو ته پوره رسیده ګي وسي.
طالب مشران دي زموږ لور د روژې په ویاړ راخوښي کړي!
د برمته شوي امریکائې ښځي کورنۍ بېنوا ویبپاني ته په یوبریښنالیک کي له طالب مشرانو څخه غوښتنه کړې چي داسلام دمبارکو ورځو (روژې او اختر) په ویاړ دي زموږ لور راخوشي کړي.
دوی په خپل لیک کي د طالب مشرانو مولوي هبة الله اخند زاده او دهغه د مرستیالانو سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب اخند نومونه په څانګړي ډول یاد کړي او غوښتنه ترې کړې چي د اسلامي او افغاني دود له مخي دي دهغه لور ، زوم او دوه ماشومان د روژې مبارکي او اختر دنیکمرغو ورځو په ویاړ راخوشي کړي.
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=66813#ixzz4DJn1McdT
Benawa.Com shared Abdul Bari Jahani's photo.
غزل
څه وايي په غوږ کي دي شمشاده آسمان څه وايي
سور په وینو لژند د خالق رمضان څخه وايي
ما چي دي د څوکو په ستایلو ږیره سپینه کړه
نن دي په لمنو کي سرتېري غازیان څه وايي
خوب مي دی لیدلی چي میوند به تر پنجابه ځي
وګوره په غیږ کي دي زلمي شهیدان څه وايي
نن به د حق چیغي د غلیم غوږونه وڅیري
بیا به د منصور د وینو رنګ ته جهان څه وايي
موږ د خپلو اوښکو پر اوږو شهیدي ویني وړو
اوس به خپل اولس ته د پنجاب غلامان څه وايی
زموږ یې قسمتونه په باروتو کي لیکلي دي
زور د بت شکن ته به د خټو خدایان څه وايي
موږ خو د زمان سمندر سل ځله لیدلي یو
ګورو به سبا ته چي څپې د توپان څه وايي
شپې چي مو د چیغو له هیبته دړي وړي سي
بیا به نازولي د فرنګ حرامیان څه وايي
نن به تر باګرامه رسوو د جهاني غزل
ګوره چي خیبرته لا نصیب او زمان څه وايي
د ۲۰۱۶ کال د جون پنځه لسمه ویرجینیا
عبدالباري جهاني
اوس به د انګلیس حرامي دې انجام ته څه وايي؟
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=66588#ixzz49QSH9ehU
د غلواکۍ (بچه سقاوۍ) جـوړښـت او معـنوي اِمپرریالیزم
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=66593#ixzz49QRQTnSz
Benawa.Com shared Abdul Bari Jahani's photo.
اوښ په کیږدۍ کي
سره رېګونه وه د اوړي سره غرمه وه
له عرب سره یو اوښ یوه خېمه وه
کرۍ ورځ یې وه وهلي منزلونه...
تاوده رېګ لکه سکروټي سره اورونه
نور یې نه وو په وجود کي توان د تللو
د سره دښت بادونه نه وه د زغملو
انتخاب یې کړ یو ځای د پاتېدلو
په کېږدۍ کي د غرمې د تېرولو
ځان یې سیوري ته دمه کړ په کیږدۍ کي
اوښ یې پاته سو دباندي په ګرمۍ کي
دی دننه اوښ یې پاته سو دباندي
سوځېدی د لمر له تاوه لاندي باندي
...
په کیږدۍ کي چي عرب یوڅه هوسا سو
ورته یاد یې خپل ملګری پر بېدیا سو
ورته یادي د خپل پلار سولې خبري
چي په غم کي سړی تل وي د ملګري
هسي نه چي دي ملګری په زحمت وي
تاجوړکړی پر خپل ځان باندي جنت وي
ځان شریک په غم کي بویه د ملګرو
انسانان وي که ګورم د ځناورو
ورپه یاد سو خپل ماري اوښ نازولی
چي دباندي ترخېمي یې وو تړلی
...
د خپل اوښ سر یې کیږدۍ ته کړ دننه
په لوی لاس یې غم ته ورکړله بلنه
اوښ چي ولیده مزه د ساړه سیوري
سم یې فکر سو چي دی لاڅه ته ګوري
...
چي د یخ سیوري مزه یې زړه ته ولاړه
ورو په ورو یې وردننه کړله غاړه
دوې ګونډې نیمه تنه یې کړه ور وړاندي
د څښتن یې کړې باقي شېبې ژړاندي
که هرڅو یې ګرځاوه اوښ زورور وو
په دښتونو کي لوی سوی ځناور وو
پر سړي باندي کیږدۍ سوه ډېره تنګه
ډارېدی د خپل ملګري اوښ له جنګه
چي کېږدۍ ته یې دننه ټول بدن کړ
د څښتن یې هر ګړی د زکندن کړ
اوښ د ځان کړل د کیږدۍ ټوله کونجونه
د څښتن یې سول په برخه فریادونه
له ناکامه د کیږدیه سو دباندي
سره اهاړ ته سو تنها سترګي ژړاندي
اوښ دننه وو رمباړي یې وهلې
د خوښۍ نارې یې غرونو ته ختلې
د عرب تر زړګي ویني څڅېدلې
له دوو سترګو یې ګرېوان ته اوښکي تللې
د خپل اوښ سره پر ښو کړلو پښېمان وو
اوس د خپل نصیب د لومي بندیوان وو
...
چي پرې ایښی چا خپل کور ته زورور دی
دده غم وي د هغه پر کور اختر دی
نصیحت که د پلرو منئ ملګرو
کورته مه پرېږدئ سړي د زورورو.
د 1395کال د ثور یوویشتمه، وزیر اکبرخان مېنه. کابل
عبدالباري جهاني
Benawa.Com shared Abdul Bari Jahani's photo.
غزل
د وطن بخت به بیدار سي زه او ته به دواړه نه یو
توري شپې به یې سهار سي زه او ته به دواړه نه یو
چي د وصل انتظار یې زموږ زلمي کلونه لوټ کړل
هغه ناوې به سینګار سي زه او ته به دواړه نه یو
ډلي ډلي رقیبان به مختورن له ښاره وزي
څوک په دار څوک به سنګسار سي زه او ته به دواړه نه یو
شین اسمان به شپې سهار کي د ګُلونو په وېشلو
خړ دښتونه به ګُلزار سي زه او ته به دواړه نه یو
په یوه ژبه به وایي حماسې د هسکو غرونو
خپل پلټن خپل به سالار سي زه او ته به دواړه نه یو
له غاټوله د مزار به تر انار د کندهاره
جوړ د سرو ګلونو هار سي زه او ته به دواړه نه یو
راژوندۍ به دا کوڅې سي د میخورو له مستیو
محتسب به خوار و زار سي زه او ته به دواړه نه یو
شین خالۍ نجوني به ژاړي مسافرجانان به غواړي
کندهار به شالمار سي زه او ته به دواړه نه یو
ړوند به پورته سي له خاورو شل به سپور کي په اوږو کي
دابې لاري به پر لار سي زه او ته به دواړه نه یو
د حیات مرهم به ګرځي د پېړیو پر زخمونو
روغ د عُمر به پرهار سي زه او ته به دواړه نه یو
نور به نه وهي په تورو د خواږه تربور لاسونه
اولسونه به هوښیار سي زه او ته به دواړه نه یو
له مطرب سره به ناڅي جهاني مستي سندري
لېونی به یې هر تار سي زه او ته به دواړه نه یو.
عبدالباري جهاني
د ۱۳۹۵کال، د ثور یوولسمه، کابل، وزیر اکبرخان مېنه.
Benawa.Com shared ریاست عمومی اداره امور ریاست جمهوری's video.

د غوايي پنځمه د مطبوعاتو ورځ د بیان آزادۍ او مطبوعاتو په برخه کې د ملي یوالي حکومت د لاسته راوړنو او کړنو په تړاو لنډ فلم
مطبوعاتي اعلامیه
۰۴-۰۲-۱۳۹۴
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بې پولي خبریالانو د ټولني د رپوټ سره سم، په هیواد کي د بیان د ازادۍ ساتلو، پاللو او ملاتړ ته ژمن دی.
...د بې پولي خبریالانو د ټولني لخوا د اپرېل پر شلمه په روان ۲۰۱۶ کال کي، د بیان د ازادۍ ارزونه خپره سوه. د بیان د آزادۍ د څرنګوالي، په دغه ارزونه کي افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو له جملې، ۱۲۰ هیواد ګڼل سوی دی.
په رپوټ کي، د بیان د آزادۍ د پیاوړتیا په موخه د حکومت د هڅو او په وړاندي یې د مخالفو وسله والو د ګواښونو او عمومي ستونزو یادونه سوې ده.
د بې پولي خبریالانو د ټولني ارزونو ته په کتو چي په ۲۰۱۴ کال، افغانستان ۱۲۸ او په ۲۰۱۵ کي، ۱۲۲ شمېره اعلان سوی وو، سږ کال ۱۲۰ شمېره ځای نیول، پرمختګ دی. په دې توګه افغانستان په دې لاره کي یواځي تر ګاونډیو نه، بلکه د سیمي تر هیوادونو وړاندي دی.
د رسنیو د عالي شورا ترڅنګ د ټولیزو رسنیو، رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیونونه، په هیواد کي د بیان د ازادۍ د هر اړخیز ملاتړ او پیاوړتیا په موخه کار کوي.
د ټولیزو رسنیو د قانون ترڅنګ د خصوصي رسنیو د تاسیس او فعالیت د ډول مقرره نافده او پلې کېږي چي د پام وړ اسانتیاوي منځ ته راوړي. د رسنیو او ژورنالیستانو د خوندیتوب پر طرزالعمل هوکړه سوې چي په نږدې وخت کي به یې له مخي کار پیل سي.
کرزی له امريکا سرغړونه خو پنجاب ته سر په پښو کې ږدي
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=66456#ixzz46QoA6Gg1
- امريکايان ولي موږ ته پرمختللي وسلي نه راکوي؟ خلکو بوږ وهل او د ځايون...و څخه يې هه ول، نر هغه وو چي وار دمخه کړي ـ سړې ځانډزى راننوت که څه ټکه راپريوته؟ شا ته مي وکتل ، ګورم مامله ګډهګې وه، اوږد ميز غځېدلى وو او ډول ډول د خوړنګ توکي پر پراته وه ـ مال مخکي له دي چي خبره غوا سي، ځان ورسوه ـ نو مي دغسي هم وکړه ـ څوک پر غوښه موټ دى، څوک پر ورجه او د پيپسي ټسهارى دى غوږونه در کڼوي، د ميز په پاى کي ډيسکوګانو بيا په کاچوغه بانجڼ خوړل ـ ماهم خپل غاب تش کړ او پر ژړ مي سترګي ولګېدې، راڅخه لېري وو لاس مي نه ورسيده ـ کرزي صيب راباندي ږغ کړ ـ " ځوانه ناک در ونيسه" پاچا وو د څلوېښت وليانو مرتبه يې درلوده، پوه سو چې سړي ناک ته وړۍ کړي دي ـ چسپانده يو ځوان چي خورا ساټ و باټ يې سره برابر وو او سره ټايې يې تړلې وه څنګ ته ودرېده او ناک يې راکړ ، ناک يې مکوه سم خټکى ووـ ما هم غاښ پر ولګاوه، خرچى يې سو، ګرده خوني ازانګه وکړه، ستونۍ مي پر کښيکاږه، آو شيټ! کور يې ړنګ کې داخو چينايې ناک وو ، بل غاښ مې لا نه وو په جګ کړى ، کرزي صيب پوښتنه وکړه : آښه دا امريکا او روس الوتکي او ټکنالوجي څنګه پرتله کوى؟ په ځواب کي يې پخواني دفاع وزير سترجنرال رحيم وردګ چي ډول ډول ږغږغې او مډالونه پوري ځوړند وې، تا به ويل د چمن د لين بس دى ،کغ ول، سړې اوس به په پوځي برخه کي د نويو پرمختګونو په اړه هر اړخيزې څرګندوني وکړي ـ ده خپله ټوله وينا دوه تورو کې پاى ته ورسول ـ " وو د روسانو په وخت کي تيارو به چې بمب وغورځاوه د ځمکي د تله به اوبه راووتې، ډېري خطرناکي وې." څنګ ته يې د کورنيو چارو وزير ' ضرار احمد مقبل' هم د چرګ پښه په دوو لاسونو خوله ته وروړه او مېز په کونج که داسي ښکارېده له سوى چي زردکه خوري ـ وردک خو بياهم ښه وو لږ څه يې وويل، خو مقبل ته دا پوښتنه دومره لوړه بريښېده لکه سټيفن هاوکينګ چي د يکاولنګ هزاره ګانو ته لکچر ورکړي ـ مال لومه دلته ده چې نړيوال وايې افغانان ظرفيت نه لري ځکه پرمختللي وسلې نه ورکوو ـ See More
- Taand PashtoNews/Media Website



























