PhotosSee All
'‎دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. هغه تر اړینو ۲۷۰ ټاکنیزو رایو ډیرې ترلاسه کړي دي او لږ وروسته به د خپلې بریا له کبله وینا وکړي. په دې اړه د نورو رپوټونو له پاره زموږ پاڼه وګورئ: http://www.dw.com/ps‎'
'‎ترمپ سپینې ماڼۍ ته د رسیدو له پاره یوازې پنځه نورو ټاکنیزو رایې ته اړتیا لري. جزئیات یې دلته وگورئ. د نورو معلوماتو له پاره پر دې لینک کلیک وکړئ. http://www.dw.com/ps‎'
'‎د امريکا ولسمشرۍ ته د کوم کانديد بريا به د افغانستان په گټه وي؟
په دې پاڼه کي خپله رای ورکړی.‎'
VideosSee All
د المان د کولن هورت څخه د افغانانو د اختر لمانځنې مراسم
5K
247
د بروکسل د غوندې لومړۍ ورځ
2.7K
1.2K
د ناټو په کنفرانس کې د افغانستان په اړه بحث
443
80
PostsSee All

-په افغانستان کي زر نور ښوونځي تړل سوي دي
-له حلب څخه ۷۰ زره انسانان تښتېدلي دي
-د جرمني په استخباراتي اداره کي يو افراطي موندل سوی...

dw.com|By Deutsche Welle (www.dw.com)

د جرمني د «جي ټي زيډ» موسسې د افغانستان له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په گډه له مدني لاري #سولي ته د رسېدو هڅي پيل کړي دي. خو دغه هڅي به پايلي ولري؟ له کابله راپور:

Posts

#مهاجرت: د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د افغان مهاجرو پر بيرته لېږلو تينگار کړی دئ. کوم افغان مهاجر له جرمني څخه بيرته لېږل کيږي؟ په جرمني کي د په زرونو افغان مهاجرو پناه غوښتنه نه ده منل سوې.

د #بودا مجسمې قرنونه په بامیانو کې ولاړي وې. خو طالبانو هغه ونړولې. اوس کارپوهان په دې اړه بحث کوي چې ایا د بامیان غبرګ بتان بیا ورغوي او که نه؟

#مهاجرت: په جرمني کي د هغو وړانديزونو پر ضد مقاومت ډېريږي چي وايي د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو لړۍ دي گړندۍ سي. د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو وزيران اوس په دې اړه سلا مشورې کوي. د کوم گوند غړي د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد دي؟ په اړه ئې راپور:

د #هالند پارلمان اکثريت استازو د #برقع د بشپړ بندیز په پلوۍ رای ورکړه. په دې توګه به ښځې نوره اجازه ونه لري چي په عامه ځايونو کې برقع پرسر کړي. سرغړونکي به ۴۰۰ يورو جريمه کيږي.

کيدای سي اروپا د #امریکا تر فشار لاندي راسي چي خپل پوځي لگښتونه لوړ کړي. #اروپايي ټولنه په پام کي لري چي خپله دفاعي بودجه ډېره کړي. په اړه ئې راپور:

د ننگرهار د پچيراگام ولسوالۍ قومي مشران وايي، د داعش شرطونه دا دي چي ولسي وگړي به له سره کليمه وايي او پر ښځو به له سره نکاح تړي. ولي افراطي ډلي داعش ولسي وگړو ته شرطونه ايښي؟ له جلال اباد څخه راپور:

کندهار له څو ورځو راهيسي هيڅ برېښنا نه لري. د دغه ښار اوسېدونکي تر ټولو ډېر د اوبو له ستونزو سره مخامخ دي. برېښنا ولي قطع سوې؟ په اړه ئې له کندهاره راپور:

#مهاجرت: د ایټالیا د ساحلي ګارد په حواله د نوامبر میاشتې په ۲۸ نیټه د مدیترانې په سمندر کې ۱۴۰۰ سوه مهاجر په اوبو کې له ډوبیدو ژغورلي شوي. په روان کال کې د سمندر له لارې ایټالیا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر ۱۷۱۰۰۰ ته رسیدلی.

-په حلب کي د وضعيت په اړه د امنيت شورا د غونډي غوښتنه
-د امريکا په يوه پوهنتون کي بريد
-د جنوبي کوريا ولسمشره استعفا ته چمتو ده...

dw.com|By Deutsche Welle (www.dw.com)

#مهاجرت: ميرکل هغه افغان مهاجر ماشوم ته ورغله چي له هغې څخه ئې په ژړا د لاس ورکولو غوښتنه وکړه. هغه څه غوښته لرله او ميرکل څه ورته وويل؟ په اړه ئې ويډيو:

د بادغيس چارواکي وايي چي د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کي د ملي اردو د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان د يوې څرخۍ الوتکي په سقوط کي وژل سوی دی.

د امريکا منتخب ولسمشر تر خپلي بریا وروسته هم پردې ټینگار لري چې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد به وجنگیږي، خو پوښتنه دا ده چې له بشارالاسد سره څه کول غواړي؟

dw.com|By Deutsche Welle (www.dw.com)

د هند تر ولکې لاندې #کشمیر کې وسله والو د پوځ پر یوې اډې باندې برید کړی. په دغه برید کې د دوو هندي عسکرو د وژل کیدو او د څو نورو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي. ویل شوي چې یاغیان ودانۍ ته ورننوتي.

#مهاجرت: د جرمني صدراعظمي مېرمن انگلا مېرکل ته په يوه غونډه کي يوه افغان مهاجر ماشوم د ژړا په ډکو سترگو څه وويل او د ميرکل جواب څه وو؟

‎موږ مو له مهمو حالاتو خبروو. تاسي راته وواياست، چي په اړه ئې څه فکر کوئ. د آلمان او نړۍ پر مهمو موضوعاتو زموږ سره بحث وکړئ.‎